نړۍ
د ترکیې او امریکا ستونزې حل کېدونکې دي – اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې له خپل امریکایي سیال جوبایډن سره وکتل او دا لیدنه یې رغنده او رښتیني ونوموله.
اردوغان د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره له خپلې لومړنۍ لیدنې خوښ ښکاري؛ خو څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لوی پرمختګ لیدل شوی ندی.
اردوغان وایي: زه فکر کوم، چې د امریکا – ترکیې په اړیکو کې کومه ژوره ستونزه نشته؛ زمونږ د همکارۍ برخې د ستونزو له دېرې پراخه دي.
تر دې دمخه ترکیه په ناټو تړون کې له خپلو متحدینو سره د روسي توغندیو د پېرودلو پر سرڅه نا څه ښکېله پاتې ده.
ترکیه د سوریې او لیبیا په جګړو کې هم ښکېله ده او له یونان او قبرس سره ځمکنۍ شخړې لري.
له دې مخکې امریکا له روسیې څخه د اس ـ ۴۰۰ توغندیز سیسټم د پېرودلو له کبله پر ترکیې بندیزونه لګولي وه او د جت اف -۳۵ الوتکو په پروګرام کې یې ترکیه له غړیتوبه بې برخې کړې وه.
یوازنۍ لار، چې ترکیه کولی شي د ناټو په چوکاټ کې مخکښ رول ولوبوي؛ په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر خوندي کول دي.
ترکیې له دې مخکې ویلي وه، چې د دغه هوایي ډګر امنیت به په مشروط بڼه خوندي کړي؛ خو د ناټو په سرمشریزه کې په دې اړه کومه پرېکړه نده شوې.
پرون د ترکیې ولسمشر د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره وکتل.
د سوریې او لیبیا په اړه د ترکیې او فرانسې تر منځ توپیرونه او اختلافات هم پخپل حال پاتې دي.
مکرون د ترکیې له ولسمشر سره له کتنې وروسته ویلي: ولسمشر اردوغان تائید کړې، چې بهرني اجیران او په لیبیا کې میشت بهرني جنګیالي باید له دې هېواده ووځي.