تازه خبرونه
د ترکیې د جامو او خواړو بشري مرسته د تورغنډۍ له لارې هرات ولایت ته را ورسېده
په هرات کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسوولینو ويلي، چې د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د بشري مرستې اوومه ټولګه، چې په کې ۵۰۰ ټنه جامې او خوراکي توکي شته؛ د تورغندۍ له لارې رارسېدلې ده
په هرات کې د ترکیې جنرال قونسل سینان الیخان وایي؛ د ترکیې د حکومت د مرستو ریلګاډی نن سهار د هرات د تورغونډۍ بندر ته را ورسید او له افغانانو سره به د دوی مرستې روانې وي. په دې بشري مرسته کې ۵۰۰ ټنه جامې او خواړه شته دي.
په لویديځ زون کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د نشراتو رییس محمد آصف صدیقي وايي؛ په راتلونکې اوونۍ کې به دا مرستې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې پر بېوزلو کورنيو ووېشل شي.
خاطره نومې بېوزله د اقتصادي ستونزو او وزګارتيا له کبله نهه مياشتې مخکې له کابل څخه هرات ولایت ته کډه شوې او وایي، د پېنځه ماشومانو مور ده.
دې ته ورته سلګونه کورنۍ د بشري مرستو په تمه دي.
د ترکیې حکومت له دې مخکې د تورغنډۍ بندر له لارې افغانستان ته د بشري مرستو شپږ ټولګې را استولې وې.
ټاکل شوې، چې دغه مرستې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.