تازه خبرونه

د ترکیې د مرستو درېیمه ټولګه افغانستان ته ولېږل شوه

Published

on

(Last Updated On: کب ۷, ۱۴۰۰)

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د ترکیې د بشري مرستو درېیمه ټولګه افغانستان ته لېږل شوې ده.

د اناتولي خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې ۹۹۴ ټنه بار کې خوراکي توکي، جامې، کمبلې، طبي او جراثیم ضد توکي شته، چې افاد یا د ناڅاپي پېښو ټولنې له ۱۹ ترکي خیریه موسسو سره همغږي او راټولې کړې دي.

ترکي چارواکي وايي، د ترکيې د بشري مرستو څلورمه ټولګه به ډېر ژر افغانستان ته ولېږل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکيې د بشري مرستو لومړۍ او دوه يمه ټولګه افغانستان ته را رسېدلې ده.

Trending

Exit mobile version