تازه خبرونه

د ترکیې پر بشري مرستو بار ریل ګاډی هرات ته راورسول شو

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په ډاګه کړې؛ د ترکیې د بشري مرستو یوه ټولګه افغانستان ته را رسېدلې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني څرګنده کړې؛ نن د ترکیې د سرې میاشتې له لوري له افغان سرې میاشتې سره د ۷۵۰ ټنه بشري مرستې لومړی ریل ګاډی د هرات ولایت تور غونډۍ بندر ته را ورسېد.

دغه راز په کابل کې د ترکیې سفارت افغانانو ته د بشري مرستو د یوې نوې ټولګې له استولو خبر ورکړی او وایي: یو ریل ګاډی، چې ۷۵۰ ټنه خوراکي توکي په کې دي، هرات ولایت ته رارسیدلی دی.

په کابل کې د ترکيې سفير جهاد ارګين ټویټ کړی، چې د بشري مرستو دغه ټولګه یې د هرات ولایت په تورغونډۍ بندر کې د اسلامي امارت مسوولينو ته سپارلې ده.

د ترکیې سفارت زیاته کړې، چې له افغانانو سره به خپلې بشري مرستې روانې ساتي او ټاکل شوې په راتلونکیو اوونیو کې نورې مرستې هم افغانستان ته راولېږدول شي.

په دغو مرستو کې خوراکي توکي دي، چې د ترکیې د سرې میاشتې له خوا راټول شوي او افغانستان ته رااستول کیږي.

د اسلامي امارت چارواکو د ترکیې د سرې میاشتې له بشري مرستو هرکلی کړی دی.

Trending

Exit mobile version