تازه خبرونه

د ترکیې په اوبو کې د ډوبو شویو ۱۷ افغانانو مړي کابل ته رالیږدیدلي

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې تر دې دمه د ترکیې په اوبو کې د ‌ډوبو شويو ۱۷ افغانانو مړي کابل ته رالیږدول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تر اوسه د وان په سیند کې د ډوبو شویو اووه لس افغانانو مړي کابل ته را لیږدول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي؛ د ترکیې د وان له اوبو ۶۱ مړي را ایستل شوي. چې څلور دېرش یې افغانان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اووه لس مړي تر اوسه را لیږدول شوي، پېنځه د ترکیې په وان ښار کې ښخ شوي او شپږ نور مړي د هغوی د کورنیو په غوښتنه له خاورو را ویستل شوي او ټاکل شوې، چې  شپږ نور مړي د استانبول ښار له سړخونو او عدلي طبه سبا کابل ته راولیږدول شي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري ویلي؛ څه موده مخکې د ناقانونه کډوالو د لېږد بېړۍ د ترکیې په سویل ختیځ وان سیند کې ډوبه شوې وه، چې د راپورونو له مخې، په دې بېړۍ کې شاوخوا اتیا ناقانونه کډوال سپاره ول.

وان اوبه د ایران او ترکیې پولې ته نږدې روانې دي، چې کډوال ترې ترکیې ته د رسېدو لپاره ګټه اخلي. دوی هیله من دي، چې ترکیې ته له رسېدو سره اروپایي هېوادونو ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version