سیمه ییز خبرونه

د تصديو د خصوصي كولو طرحه د تصويب لپاره ملي شورا ته استول شوې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ماليې وزارت وايې، د دولتي تصديو په ځانگړې توگه د نفتي توكو د تصدۍ د خصوصي كولو طرحه د دې وزارت له لوري بشپړه شوې او د تصويب لپاره ولسي جرگې ته استول شوې ده.

د ماليې وزارت له اوو كلونو را په دېخوا ډېرې حكومتي تصدۍ، چې وېل كېږي د بازار د اقتصاد خلاف فعالې وې، او يا هم په دې دليل، چې فعاليتونه يې گټور نه وو، ړنگې كړې او ډېر ملكيتونه يې پلورلي دي.

د شمېرو له مخې، د ماليې وزارت د ړنگو شويو تصديو له پلور او يا كرايو څخه نږدې اته سوه ميليون افغانۍ تر لاسه كړې دي.

دا شمېرې ښيي، چې له ۶۴ دولتي تصديو څخه ۳۹ فعالې، نيمه فعالي او يا هم غېر فعالې دي.

له دې تصديو ۲۶ يې د وزيرانو شورا د مصوبې پر بنسټ ړنگې شوې د دولسو تصديو ملكيتونه تثبيت شول او د ۱۴ نورو تصديو د ملكيتونو د تثبيتولو لپاره كار روان دى.

د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي يو ځل بيا ټينگار كوي، چې د تصديو د خصوصي كولو طرحه يې بشپړه كړې او د تصويب لپاره ملي شورا ته استول شوې ده.

خو د سوداگرۍ وزارت د نفتي توكو د تصدۍ رئيس فريدالله شيرزى د دولتي تصديو د خصوصي كولو طرحه د افغانستان د خلكو د غوښتنو خلاف بولي.

د نوموړي په وينا په تېرو دوو كلونو كې ځينو مافيايي كړيو هڅې كړي، چې د تصديو د خصوصي كولو په پلمه د دغو تصديو ملكيتونه ونيسي.

بل خوا د ولسي جرگې غړې حبيبه دانش او ځينې نور غړي هم دا مهال د هغو تصديو د خصوصي كولو له طرحې سره مخالف دي، چې د دوى په وينا د خلكو په گټه دي.

دا په داسې حال كې ده، چې حكومت يو ځل بيا د ۵۰ ميليون ډالرو په پانگونې سره غواړي د كور جوړولو تصدۍ فعاله كړي او په امنيتي برخه كې يې هم يوه تصدۍ جوړه كړې ده.

د شمېرو له مخې، په ۱۳۹۰ لمريز كال كې افغان حكومت يواځې د پاته دولتي تصديو د فعاليت له اړخه دوه اعشاريه شپږ ميليارد افغانۍ عايد تر لاسه كړى دى.

Trending

Exit mobile version