تازه خبرونه
د تصدیو پنځوس زره جیر یبه ځمکه د غصب له ګواښ سره مخ ده
د ماليه وزارت د تصدیوعمومي رییس وا يي، د هېواد له شپږ دېرش تصدیو څخه لس يې فعالې او نورې له فعالیت لویدلې دي.
د مالیه وزارت د تصدیو عمومي رییس ابراهیم شمس وايي، چې د دغو تصدیو نږدې پنځوس زره جریبه ځمکه د ټول هېواد په کچه د محلي زورواکو له خوا د غصب له ګواښ سره مخ شوې.
نوموړی زیاتوي، دولت باید د خپلو عوایدو د زیاتوالي، د بیکارۍ د لمنځه وړلو او له لګښت څخه د تولید پر لوري د حرکت په خاطر باید د تصدیو د فعالیت لپاره خپلې ځانګړې هڅي ګړندۍ کړي.
ښاغلی ابراهیم شمس په ډاګه کړې، چې د تصدیو او سنی حالت ډېرخراب دی؛ حکومت باید د دې ستونزي د مخنیوي لپاره راودانګي؛ ځکه لسګونه زره جریب ځمکه د غصب له ګوا ښ سره مخ شوې ده.
هغه زیاتوي، له ولسمشرۍ ما ڼۍ مو غو ښتي، چي د دغې ستونزي د حل لپاره دې یو پلاوی و ټاکي.
د ښاغلي شمس په وینا؛ د تېر په څیر اوس د نړیوالو مرستي هم نشته که دولت وغواړي خپله په مارکیت کي و نډه واخلي او عواید يي زیات شي؛ نو باید د تصدیو د ظرفیت لوړو لو لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي.
دی وایي، دمګړۍ ۸۰ سلنه د هېواد د تصدیو فعالیت د لاحیې خلاف دی.
د ښاغلي شمس د څرګندونو له مخې؛ د بېلابېلو عواملو له کبله تصدۍ پخپلې ټاکلې تګلار حرکت نه کوي، چې عوامل یې هم بېلابېل دي؛ خو د دغه بهیر د اصلاح لپاره هم پروګرامو نه لرو، چې هره تصدي پخپله کاري برخه کې خپل فعالیت وکړي.
ښاغلي شمس وايي؛ د تصدیو په قانون کې، چې ډېر پخوانی دی باید اصلاحات رامنځته شي او د ننني مارکیت دغوښتنو په اساس باید جوړ شي.
دی زیاتوي، د مګړۍ د هېواد په تصدیو کي نږدې لس زره کسان په کار اخته دي؛ خو که د تصدیو ستونزې حل شي په لسګو نه زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
خبریال: اسلم حجاب.