ساینس او ټیکنالوژي
د تلویزیوني پردې له څټلو سره د خواړو خوند احساس شو
یوه جاپاني پروفیسور څټونکې تلویزیونې پرده چمتو او رامنځته کړه، چې کولی شي له څټلو سره سړی د خواړو پر خوند وپوهوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا وسیله، چې د ټیسټ دی ټلویزیون (ټي ټي ټي وي) نومول شوې؛ پر پرده یا ښیښه یې د خوند داسې لس قوطۍ غوټه شوي، چې د فلم لیدونکی او کتونکي یې له څټلو سره ځان پر اړوند حوند پوه کړي.
د مییجي پوهنتون پروفیسر هوميي میاشیتا ويلي؛ د کرونا ویروس په روان پړاو کې د خلکو د تعامل لپاره آسانتیاوې برابرولی شي. د ټلویزیون دا نوې بڼه له لرې واټنه د خوراک او څښاک د مینه والو د روزنې لپاره هم کارېدلی شي. د دې طرحې له رامنځته کولو موخه داده، چې د خواړو مینه وال کولی شي د نړۍ له هر کنجه ان له خپل کوره د خواړو پر خوند ځان وپوهوي.
میاشیتا د خپلو ۳۰ زدکوونکیو سره کار کوي، چې له خوند سره اړوند بېلابېل وسایل رامنځته کړي او د خواړو خوند ښه کړي.
هغه ويلي، چې دا څټونکې ټلویزیوني پرده یا ښیښه یې تېر کال پخپله جوړ کړې او سوداګریزه بڼه به یې شاوخوا ۸۷۵ ډالره لګښت ولري.
