تازه خبرونه

د تلی پېنځمه؛ کابل ته د طالبانو د ننوتو او د داکتر نجیب د اعدام له شلم تلین سره برابره ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

نن د میزان یا تلی پېنځمه ده ۲۰کاله د مخه طالبان په همدې ورځ کابل ته ننوتل او د شوروي پلوه رژیم مشر داکتر نجیب الله یې، چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې پنا اخیستې وه؛ ونیوه، اعدام او بیا یې د تلې په ۶ د ارګ تر څیرمه په آریانا څلورلاري کې له خپل ورور شاهپور سره یو ځای ځوړند کړ.

داکتر نجیب الله د خپل واک په وروستیو کلونو کې د افغانستان د لانجې د هوارۍ لپاره د ملي پخلاينې تگلاره اعلان کړه؛ خو د يو لړ لاملونو له کبله تگلاره خپلې موخې ته ونه رسيده.

دغه ورځ د افغانستان په تاریخ او د ټولو افغانانو په زړونو کی دهمیشه لپاره یوه نه هیردونکی ورځ ده او تل به د افغانانو په یاد وی.

دا هغه ورځ ده، چې داکتر نجیب الله خپل ځان د افغانستان د یووالی او ملی وحدت په خا طر قربا نی کړ او هغه خپل شعار، چې همیشه به یی ویل: سر ورکوم؛ خو سنګر نه ور کوم او یا دا، چی ویل یی یا وطن او یا کفن د عمل په ډګر کی پلی کړ.

داکتر نجیب الله ته د افغا نستان په ډېرو سختو او پېچلو شرایطو کی د افغا نستان د چارو د رهبرۍ مسوولیت ور په غاړی شو، چې په هره بڼه له اندېښنو ځخه ډک ول او بل هیڅوک په داسی خرابو شرایطو کی حاضر نه و، چې دغه دروند مسوولیت په غاړه واخلی.

شل کاله وروسته نن هم دا پوښتنې مطرح دي، چې د داکتر نجیب الله د حکومت د له منځه تلو اصلي لامل څه و؛ مجاهدین؟ خپلمنځي اختلافونه؟ د وخت د شوروي اتحاد د مرستو بندیدل؟ د ملګرو ملتونو د طرحې منل؟ یا یو لړ نورې پوښتنې ! 

Trending

Exit mobile version