سیمه ییز خبرونه
د تلې ديارلسمه د ښوونكي نړيوالې ورځ ده
دا ورځ د افغانستان په شمول په ټوله نړى كې په ځانگړيو مراسمو نمانځل كيږي.
په افغانستان كې دا ورځ په داسې حال كې نمانځل كيږي، چې تراوسه هم ښوونكي د ناامنيو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ښوونكي وايي، چې ډېر ښوونكي د معاشونو له كموالي او د سرپنا د نشتوالي پر لامل ځوريږي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د دې ورځې په رارسيدو يوځل بيا ژمنه كړې، چې د ښوونكيو د ژوند په ښه والي كې به هڅو ته دوام وركړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد په پرمختگ كې د ښوونكيو رول ستايلى او وايي:
د دوى په هڅو د پوهنې بهير ډېر پرمختگ كړى دى.
د پوهنې وزير فاروق وردگ د يوه پيغام په خپرولو وايي، له تېرو څلوركلونو را پديخوا د ۱۷۰ زره ښوونكيو معاشونه لوړ شوي او پر اتيا زره ښوونكيو د ځمكو نمرې وېشل شوې دي.
د پوهنې وزير ژمنه كوي، چې:
د پوهني وزارت په دي موخه، چي هر ښوونكي بايد يو شخصي كور ولري گام په گام پر مخ ځي او موږ به د روان كال تر پايه د ځمكو ۲۵ زره نورې نمرې هم پر ښوونكيو ووېشو .
د پوهني وزارت وايي، چي د ښوونكيو د علمي كچې د لوړوالي په موخه مو په ټول هېواد كي ۴۴ دارالمعلمينونه او د ولسواليو په كچه ۲۴۴ د ښوونكيو د روزنې مركزونه جوړ كړي دي.
اوس په هېواد كي لس اعشاريه پېنځه ميليون زده كوونكي په ۱۶۶۰۰ تعليمي موسسو كي د ۲۱۰ زره ښوونكيو لخوا تر روزني لاندې دي.