تازه خبرونه
د تلې ۱۸ د پوست نړيواله ورځ ده
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د تلې اتلسمه، چې د اکتوبر له نهمې تیټې سره سمون خوري د پوست نړيواله ورځ ده .
پوستي تكتونه هم د مخابراتي خدمتونو يوه برخه ده. كه څه هم، چې اوسمهال په نړی كې پوستي چټك خدمتونه د انترنت او ديجيتل تيلیفونونو په وسيله تر سره كيږي.
د مخابراتو وزير وايي، چې د رسمي ليكونو او مكتوبونو او پارسلونو ليږل هم د دې وزارت د كار مهمه برخه جوړوي او په ټول هېواد كې ۴۶۰دولتي پوسته خانې شته، چې د ۷خصوصي پوستي نړيوالو او كورنيو شركتونو تر څنګ پستي خدمتونه تر سره كوي.
په افغانستان كې لومړنی پوستي تكت د امير شيرعليخان په وخت كې د زمري د سر تر نامه لاندې خپور شوی؛ خو اوس هم په بېلابېلو ملي او نړيوالو مناسبتونو كې پوستي تكتونه خپريږي.