سیمه ییز خبرونه
د تمثيلي محكمې په نړيوالو سياليو كې به د هرات پوهنتون پنځه محصلان گډون وكړي
دا سيالۍ، چې په امريكا كې جوړېدونكې دي، د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو د حقوقو د ځانگې محصلان به په كې گډون وكړي.
ټاكل شوې د هرات پوهنتون د حقوقو پوهنځي پنځه محصلان د تمثيلي محكمې په نړيوالو سياليو كې، چې په امريكا كې جوړېدونكې دي، گډون وكړي.
د نړيوالو حقوقو د تمثيلي محكمې په سياليو كې به د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو د حقوقو محصلان گډون وكړي، چې په امريكا كې جوړېږي.
د سترې محكمې د قضايي قوې آمر عبدالله عطايي وايي:
دغو سياليو ته د لار موندنې په موخه په كابل كې د خوست، كندهار،تخار، پنجشېر، ننگرهار، بلخ، كاپيسا او هرات پوهنتونونو محصلانو خپل منځي سيالي وكړه، چې د هرات پوهنتون محصلانو وگټله.
بل خوا په كابل كې د امريكا سفارت جگپوړى سلاكار ستيفن مكفرلند ټينگار كوي، چې هېواد يې په ټولو برخو كې د افغانستان بيا رغاونې ته ژمن دى.
نوموړى زياتوي، چې د نړيوالو حقوقو د معيارونو د ښه والي لكه د بشر حقونو په ځانگړې توگه د ښځو حقونو ته د راتلونكي نسل چمتو كول نه يواځې، چې اقتصادي وده په مخ كې لري، بلكې د سولې او ثبات د ټينگښت سبب گرځي.
افغانستان هغه هېواد دى، چې د اوبو د سيندونو د اوبو او پولو د وېش لپاره اړ دى، چې د نړيوالې محكمې په برخه كې خپل انساني ظرفيتونه لوړ كړي.
د دا راز سياليو په لار اچول به د دې سبب وگرځي، چې په دې برخه كې د قضايي بنسټونو د كاركوونكو ظرفيتونه لوړ شي.