پرمختګ او بشپړتیا

د توتپ پروژې د پلي کیدو په اړه خبرې پیل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د برښنا شرکت مسوولین وایي؛ د ریکا له ناستي را وروسته د توتپ نومې نظری پروژې چارې به ژر پیل شي.

د برښنا شرکت د نشراتو رییس وایي په دې پروژه کې به، له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لاري زرمیگاوات برښنا وا ستول شي.

د بریښناشرکت د مسوولینو په و ینا؛ پر دې پروژې شاوخوا ۹۵۰ میلیون دالر لگښت راځي.

دوی وایي، د کاسا زر پروژي چارې تدارکات بشپړ شوي او عملی کار به یی ژر پیل شي.

د برښنا شرکت رییس وحید الله تو حیدي وایي، د کاسا زر پروژې د تدارکاتو چارې بشپړې شوي او عملی کار ته منظریو؛ خو ناامنی د پروژو د پلی کولو ستره ستونزه ده او تر ۲۰۱۸ کال پورې به گټې اخستینی ته وړاندی شي.

د نوموړي په وینا؛ پر دې پروژې ۳۵۰ میلیون دار لگښت پرې راځي.

ښاغلی توحیدي زیاتوي؛ د یوې بلې پروژې چارې، چې له تر کمنستان څخه افغانستان ته د برښنا را لیږدول دي هم پیل شي.

نوموړی وایي، له دې پروژې سره به د هېواد شپیته سلنه خلکو ته برښنا ورسیږی او نږدي ۸۵۰ میلیون دالرلگښت پرې راځي .

د نوموړي په وینا؛ تر اقینی پورې له تر کمنستان څخه برښنا راغلې او مونږ هم په دې هڅه کې یو، چې دغه برښنا هېواد ته را دننه او جنوب ختیځو ولایتونو ته یی واستوو.

هغه زیاتوي، تر ۲۰۱۷ میلا دي کال پورې به یی چاري هم پیل شي.

د دغو پروژو له پلي کیدو سره به په هېواد کې تر ډېره ستونزي لږ شي ؛خو چارواکي د ناامنیو د زیاتوالي له کبله د پروژو پلی کولو ته اندېښمن دی.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version