سوداگري

د تورخم او سپین بولدک پولې به ژر پرانستل شي

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره وکتل او د هېواد په سرحدونو کې یې د شته ننګونو په اړه ورسره بحث او خبرې کړي دي.

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي؛ په دې ناسته کې دواړو لوريو د تورخم او سپین بولدک پر ستونزو خبرې کړي.

د شاهین د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د پاکستان سفیر اسلامي امارت ته ډاډ ورکړی، چې دغه لارې به ډېر ژر د افغانانو پر مخ پرانیستل شي او ټول شته خنډونه به لرې شي.

د اسلامي امارت له لوري د افغانستان له نیولو وروسته پاکستان د تورخم لاره د افغان مسافرو پر مخ وتړله او د سپین بولدک له لارې د خلکو تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې زرګونه افغانان دمګړۍ پاکستان ته د تېریدو په تمه دي.

Trending

Exit mobile version