تازه خبرونه
د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو او اوربند لپاره د جرګې خبرې پرښه نیت پای ته ورسېدې
د پاکستان د جرګې غړي جواد حسین جیو نیوز ته ویلي، چې دواړو خواوو هوکړه کړې، چې جګړه ودروي؛ سوداګري او سفر بېرته پیل کړي.
د راپورونو له مخې؛ د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو لپاره د پاک ـ افغان د جرګو د غړو ترمنځ د خبرو اترو دوهیم پړاو د دوشنبې پر ورځ پر ښه نیت پای ته ورسېد او د جرګې غړو پرېکړه وکړه، چې د لارې پرانیستو او اوربند په اړه به خپلې طرحې حکومتي مشرانو ته وړاندې او په اړه به یې د حکومتونو پر کچه پرېکړه وشي.
دا ښه نیت د خیبر- تورخم فرضي کرښې ته نږدې د افغان لوري لخوا د پوستي د جوړولو پر سر د رامنځته شوي تاوتریخوالي د حل لپاره د پاک- افغان جرګې په ناسته کې رامنځته شو
د پاکستان د جرګې غړي جواد حسین جیو نیوز ته ویلي، چې دواړو خواوو هوکړه کړې، چې جګړه ودروي؛ سوداګري او سفر بېرته پیل کړي.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې غونډه شاوخوا دوه ساعته روانه وه او د افغانستان پولې ته نږدې په ګمرک کې ترسره شوه.
د پاکستاني پلاوي سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د افغانستان پر لوري په صفري نقطه کې پولې ته نږدې د یوې جنجالي پوستې د جوړولو په اړه پراخ بحث شوی دی.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ افغان لوري ته ویل شوي، چې د پولې صفري نقطې ته نږدې په موجوده جوړښت کې د هر ډول بدلون په اړه د دوی هر ډول اقدام به د پاکستان له سخت غبرګون سره مخ شي.
د راپورونو له مخې؛ افغانستان ټینګار کړی، چې تورخم دروازه دې له کوم شرط پرته پرانیستل شي؛ خو پاکستان د پوستې جوړولو د کار بندول غواړي، چې له شپږ میاشتني اوربند سره تړاو ولري.
دغو سرچینو ویلي؛ “مونږ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دښمنۍ د پای ته رسولو هیله او د افغان لوري لخوا د دایمي منل شويو سرحدي پروتوکولونو په اړه ډاډ څرګند کړ.”
د تورخم لار نږدې یوه میاشت مخکې هغه وخت وتړل شوه، چې پاکستاني سرحدي چارواکو د افغانستان په لوري کې د یوې امنیتي پوستې له بیارغونې او جوړونې سره مخالفت وکړ.
تورخم، چې د خیبر پښتونخوا په سیمه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او ترانزیټ یوه مهمه لار ده؛ د سېشنبې پر ورځ د پېنځهویشتمې ورځې لپاره تړلې پاتې ده، چې له کبله یې د دواړو لوریو سوداګرو پراخ زیانونه ګاللي دي.
دا لار د کب پر درېیمه / د فبرورۍ پر یوویشتمه د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته وتړل شوه، چې د ډزو په پایله کې یې درې افغان سرتېري وژل شوي او اته پاکستاني نیمه پوځي سرتېري ټپیان شول.
د ګمرک سرچینو ویلي، چې د سوداګرۍ ځنډېدا په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې هره ورځ د ۳ میلیون ډالرو زیان رسوي، چې په لومړیو ۲۰ ورځو کې شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر سوداګري یې له لاسه ورکړې ده.
د تورخم دروازه هره ورځ افغانستان ته د شاوخوا ۱۰ زره خلکو تګ راتګ آسانه کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه لار هم ده. له ۵ زره څخه زیات لارۍ، چې خرابېدونکي توکي په کې بار دي؛ درانده مالي زیانونه ور اوښتي دي.
