سیمه ییز خبرونه

د تورخم دګمرک عوايد ديارلس په سلو كې زيات شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تورخم دګمرک چارواکي وايي په ديارلس سوه يو نوي كال كې د دغه ګمرك عوايد ديارلس په سلو كې زيات شوي دي.

دتورخم دګمرک مدیرنثاراحمدناصري وايي که څه هم دامنیتي اوسیاسي ستونزوله امله په۱۳۹۱ کال کې دتورخم د سترې ترانزیټي لارې په سوداګرۍ کې۲۳فیصده کموالی راغلی خودغلته د اداري فساد دمخنیوي، دتعرفودلوړوالي اونویوسیستمونودارمنځته کیدوپه ترڅ کې د۱۳۹۰کاله په پرتله په۱۳۹۱کال کې دګمرک عواید۱۳فیصده زیات شوي دي.

نوموړی دابټادتړون دنه پلي کیدوله امله پرپاکستان نیوکه کوي او وايي که چیرې پاکستان یادتړون په سمه توګه پلی کړی و،نو دواړو هیوادنواو به سوداګروډیرې اقتصادي ګټې ترلاسه کړې وې.

نثارهمدارازپرامنیتي اداروهم نیوکه کوي چې له پاکستان څخه افغانستان ته دتوکیو دقاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي اوله همدې  امله دګمرک ډيرعوایدپرابرکیږي.

دا په داسی حال دی چی یوشمیرموټرچلوونکي اوسوداګردتورخم دګمرک پرکارکوونکوتورلګوي چې لاهم ترې په یواوبل نوم داسناد دخلاصون پرمهاله غیرې قانوني پیسې اخلي اوکه څوک مامورینو ته پيسې ورنه کړی کارونه یې نه وي.

دتورخم دګمرک مدیرنثاراحمدپه پخپله اداره کې په بشپړه توګه اداري فسادنه ردوي خو دموټر چلوونکونیوکې هم بې ځایه بولي .هغه وايي کله چې کوم مامورله چا غیرې قانوني پیسې غواړي کس دې له سره اړیکه ونیسي.

دیادونې وړده چې افغانستان دنړۍ په کچه داداري فسادله مخې دوهمه درجه هیوادبلل کیږي او ویل کیږي چې ترټولوډیراداري فسادپه ګمرکاتو،ښاروالیواوقضایه ادروکې دی.کارپوهان وايي که چیرې په یادواداروکې دفسادمخه ونیول شي نوپه هیواد کې دروانوډیروستونزو ورسره حل کیدلی شي.

Trending

Exit mobile version