تازه خبرونه
د تورخم لار د پاکستانيو پوځیانو د نښتې له کبله د مسافرو پر مخ وتړل شوه
(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۳)
د ننګرهار چارواکو ویلي، د تورخم دروازه د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته د مسافرو پر مخ وتړل شوه، چې هلته د پاکستان د پوځیانو تر منځ نښته رامنځته شوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي ويلي، د تورخم دروازه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د تورخم دروازه یوازې د مسافرو پر مخ تړل شوې ټرانزیت او بېړنیو ناروغانو ته دروازه خلاصه ده او دوی کولی شي تګ راتګ وکړي.
دغه راز د تورخم کمیشنر حکمت الله څرګنده کړې، چې د پاکستانیو ځواکونو تر منځ د رامنځته شوې ستونزو له کبله لار تړل شوې ده.
آریانا نیوز یوه ویډیو ترلاسه کړې، چې په کرښه کې ګډوډي ښيي.
ویل کیږي، چې د مسافرو پر مخ د تورخم د لارې د خلاصولو هڅې روانې دي.