تازه خبرونه
د تورخم لویه لار د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ وتړل شوه
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د یکشنبې پر ماښام د تورخم لویه لار، چې له پاکستان سره یوه له اړینو سوداګریزو او سرحدي لارو ده؛ له اړوند ژمنو څخه د اسلامآباد د سرغړونې له کبله وتړله.
د تورخم چارواکو ويلي، د تورخم لویه لار د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د تورخم کمیسارۍ مشر مولوي محمد صدیق ويلي، پاکستان پخپلو ژمنو عمل ندی کړی؛ نو، ځکه یې د تورخم دروازه تړلې ده.
نوموړي د افغانستان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې په ختیځ ننګرهار ولایت کې سرحدي پولې ته له تګ راتګ ډډه وکړي.
محمد صدیق څرګنده کړې: پاکستاني لوري خپلې ژمنې پوره نهکړې او دروازه یې د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو له لارښوونې سره سمه تړلې ده.
نوموړې زیاته کړې، چې له پاکستاني لوري سره د پولې د خلاصولو په اړه خبرې روانې دي او ډېر ژر به په دې اړه له ولس سره تازه معلومات شریک شي.
تورخم د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګریزو ترانزیت او مسافرینو لپاره یوه له اړینو دروازو ده. پاکستان هم له تورخم څخه منځنۍ آسیا ته د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد لپاره کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ مالیې وزارت څرګنده کړې؛ په ننګرهار کې یې له پاکستان څخه تاجکستان ته د بورې د لېږدونکي یوه تیلر د ناقانونه مال کښته کولو مخه نیولې ده.