سوداگري
د تورخم پوله به د اوونۍ ۶ ورځې پرانستې وي
افغان او پاکستانيو چارواکو منلې، چې د تورخم پوله به د مسافرو لپاره د اوونۍ شپږ ورځې پرانستې وي.
د پاکستان د ډیلي ټایمز د څرګندونو له مخې؛ چارواکو د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې پوله به ډېر ژر له دوشنبې څخه تر شنبې پورې پرانستې او یوازې د یکشنبې پر ورځ به تړلې وي.
تر دې دمه څلور اوونۍ په اوونۍ کې د پلیو لپاره پرانستې وه.
یوه پاکستاني چارواکي ډیلي ټایمز ته څرګنده کړې؛ مونږ تېره اوونۍ دا پرېکړه کړې وه او په دې اړه د افغان لوري څرګندونو ته په تمه وو.
ډیلي ټایمز څرګنده کړې؛ د پاکستان د سرحدي همغږۍ کمیټې دغه پرېکړه سرحدي چارواکو ته رسولې او ډېر ژر به د کورنیو چارو وزارت یوه رسمي سپارښتنه سرحدي ځواکونو ته واستول شي.
په افغانستان کې د ننګرهار والي د ټویټ له مخې دغه پرېکړه تائید شوې او په کابل کې یې د پاکستان سفارت او د جلال آباد جنرال قونسلګرۍ څخه د دوی د همکارۍ له کبله مننه کړې ده.
د پاکستان سفارت هره ورځ لږ تر لږه ۲۵۰۰ ویزې هغو افغانانو ته ورکوي، چې غواړي له پولې تېر شي.
په کابل کې د سفارت یوه چارواکي ویلي، چې دا پرېکړه د ویزې د نوې پالیسۍ پر بنسټ، چې افغانانو ته د اوږد مهاله، زدکړې، سوداګرۍ او کورنیو ته د بېلابېلو بڼو ویزو د ترلاسه کولو اجازه ورکوي.
