سیمه ییز خبرونه

د تورو ښیښو لرونکيو او بې نمبر پلیتو وسایطو په وړاندی درې میاشتنی کمباین پیل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کا بل امنیه قوماندانۍ د جنایی جرمونو په وړاندی د مبارزې رییس وویل، چې:

له دې وروسته به د تورو ښيښو لرونكيو او بې نمبر پليتو واسایطو ته اجازه ورنه کړ شي، چی په ښار کي تگ راتگ وکړي.

چارواكو په ډاگه كړه،  سر غړونکي به ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

په کابل کی یو شمېر لوړ پوړي چارواکو او زورواکو تل په تورو ښیښه لرونکيو وسایطو وسله سمبال په ښار کې تگ راتگ کاوه او په ډېرو برخو کې د بې نطمی باعث کیدل.

کورنیو چارو وزارت د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې د توروښيښو لرونکيو، بې نمبرپلیتو او د وسلوالو بادیگاردانو د تگ راتگ د مخنیوي په موخه درې میاشتنی کمپاین پيل شوى دى.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنایی جرمونو په وړاندې د مبازی رییس ظاهر ظاهر وویل، چې:

له سرغړونکيو سره به قانونی چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم  په وار وار داسې کمپاینونه  په لاره اچول شوي ول،  خو داسې کومه مثبته پایله ترې رامنځته شوې نه ده، چې كابل ښاريان پرې ډاډمن شوي وي.

Trending

Exit mobile version