تازه خبرونه
د تور خم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه
عبدالبصير زابلی زیاته کړې؛ له څلور ورځني ځنډ وروسته نن سهار د تورخم دروازه د مسافرو او ټرانزيټ پرمخ پرانیستل شوه.
د ننګرهار د امينه قومندانۍ ویاند عبدالبصير زابلی ويلي؛ دا دروازه تېره شپه د تورخم کميسارۍ او پاکستاني لوري له خبرو وروسته نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.
عبدالبصير زابلی زیاته کړې؛ له څلور ورځني ځنډ وروسته نن سهار د تورخم دروازه د مسافرو او ټرانزيټ پرمخ پرانیستل شوه.
ویل کیږي، چې څلور ورځې مخکې د مومندرې ولسوالۍ د غوړکي په اړوند سيمه پاکستانیو ځواکونو پر افغان ځواکونو د يوې پوستې د جوړولو پرمهال ډزې وکړي، چې بیا له نښتی وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.
له دې مخکې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د دغې نښتې او د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو په پایله کې د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون درې ملکي افغانان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دې جګړو کې یې د پاکستان د سرحدي ځواکونو دوه پوستې ویجاړې کړې دي.