د تونس حکومت د جمعې پر ورځ اعلان وکړ، چې ولسمشر فیس سعید د مذهبي چارو وزیر ابراهیم الشائبي له هغې وروسته له دندې ګوښه کړ، چې د حج پر مهال لسګونه تونسي وګړیو له مړه کېدو وروسته پراخې نیوکې وشوې.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ په تېره یوه اوونۍ کې د سعودي عربستان د سختې تودوخې له کبله لږ تر لږه ۴۹ تونسیان مړه شوي او د تونس کورنۍ اوس هم د څو ورک شویو کسانو په لټه کې دي.
