تازه خبرونه
د توکیو المپیک د پای مراسم د کرونا تر سیوري لاندې ترسره شولې
د توکیو المپیک د لوبو زړه راکښونکي مراسم د یکشنبې پر ورځ د کرونا ویروس تر چتر لاندې د ننداره کوونکیو په نشتوالي کې پای ته ورسېدل.
په جاپان کې د توکیو ۲۰۲۰ المپیک نړیوالې سیالۍ، نن له غرمې وروسته د خپلو مینه والو له ګډون پرته د زړه راکښوونکیو نندارو پر وړاندې کولو پای ته ورسېدل.
امریکا د ټوکیو المپیک لوبو د مډالونو د نوملړ په سر کې راغلې؛ له چینایي لوبغاړو مخکې شوه او د لوبو اتلولي یې خپله کړه.
د ټوکیو المپیک پر وروستۍ ورځ امریکا د میرمنو د بایسکل ځغلونې، باسکیټبال او والیبال لوبو اتلولي هم ترلاسه کړه.
امریکا په دې لوبو کې بریالۍ شوه، چې د سرو زرو ۳۹، د سپینو ۴۱ او د برونز ۳۳ مډالونه، چې ټولټال ۱۱۳ مډاله کیږي وګټي.
دغه راز چین بریالی شوی، چې د سرو زرو ۳۸، د سپینو زرو ۳۲ او د برونزو د ۱۸ مډالونو پر ګټلو، چې ټولټال ۸۸ مډاله کیږي؛ دوه یم ځای خپل کړی دی.
د دغو سیالیو کوبه جاپان هم د سرو زرو ۲۷، د سپینو زرو ۱۴ او د برونزو ۱۷ مډالونو پخپلولو ټولټال ۵۸ مډالونو له درېیم ځای سره خپل کړي.