تازه خبرونه

د تړون د نه لاسلیک کېدو په صورت کې به ناټو د ټولو ځواکونو د ویستلو پرېکړه وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناټو سرمنشي خبرداری ورکوي، چې که د افغانستان د ټاکنو مسئله ژر حل نه شي، او نوی ولسمشر د بهرنیو ځواکونو د قانوني حضور لپاره تړون لاسلیک نه کړي، ناټو به له افغانستان څځه د ټولو ځواکونو د ویستلو پرېکړه وکړي.
داسې برېښي، چې د افغانستان د ټاکنو لانجې ورو ورو دغه هېواد ته د یوې جدي ستونزې په توګه بدلېږی.
د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن له رویټرز خبري آژانس سره مرکه کې خبرداری ورکړی، چې که د افغانستان د ټاکنو ستونزه حل نه شوه، دوی به له دغه هېواد څخه د ټولو ځواکونو د ویستلو پرېکړه وکړي. هغه ویلي چې وخت ډېر کم دی او افغانان باید د ټاکنو لانجې پای ته ورسوي.
نوموړی زیاتوي، چې که د افغانستان د ټاکنو ستونزه ژر حل نه شوه او نوي ولسمشر د نړیوالو ځواکونو د حضور لپاره تړون لاسلیک نه کړ، دوی به اړ شي څو له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ویستلو پرېکړه وکړي. که په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور لپاره قانوني بنسټ نه وي، دوی به د روان میلادي کال تر پایه د ټولو ځواکونو له ویستلو پرته بله لار ونه لري.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیزې دلې غړی مجیب الرحمن رحیمې وایي، هیله مندي شته، چې د ټاکنو د ستونزو د حل لپاره روانې هڅې ژر نتیجه ورکړي او نوی ولسمشر د ناټو د راتلونکې میلادي میاشتې په ناسته کې ګډون وکړي او له امریکا سره هم امنیتي تړون لاسلیک کړي.
د ډاکټر اشرف غنې احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی معین مرستیال هم په دې باور دی، چې امنیتي سند ډېر مهم دی او نوی ولسمشر باید د ناټو له سرمشریزې مخکې دا مسئله روښانه کړي.
ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د ناټو مشران په لندن کې پر افغانستان غونډه وکړي او په دغې ناسته کې د افغانستان د نوي ولسمشر د حضور مسئله هم ډېره مهمه ده.
ټاکنیزې ډلې په دې باور دي، چې که د افغانستان د ټاکنو لانجه تر دغې ناستې حل نه شوه، د دواړو ټاکنیزو ډلو له خوا دې ته هم چمتوالی نیول شوی، چې د افغانستان استازی په دې ناسته کې حضور پېدا کړي.

Trending

Exit mobile version