تازه خبرونه

د تښتیدلي ولسمشر اشرف غني له ۱۰۰ دېر دروغ وشمېرل شول

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۰)

خلکو ویلي؛ له هېواده د جمهوریت تښتیدلي ولسمشر د خپلې واکمنۍ پر مهال له سل ډېر دروغ ویلي او له زر ډېرې داسې ژمنې یې افغان ملت ته وړاندې کړي، چې یوه یې هم پلې شوې نده.

افغانان وايي، چې اشرف غني د ولسواکۍ داسې یو ولسمشر و، چې له هېواده پر تېښتې سربېره یې ملت ته ګڼ دروغویلي او غولولی یې دی.

اشرف غني د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې ویلي وه، چې افغانستان به په پېنځه کلونو کې پاکستان او هند ته برښنا صادره کړي او په زغرده به  یې ویل، چې له هېواده نه تښتي؛ خو د خلکو د څرګندونو له مخې همدا یې ستر دروغ ول.

خلک وايي، چې اشرف غني له ملت سره سلګونه ژمنې وکړې، چې یوه یې هم عملي نکړه او ولسونه یې تېرېستي دي.

په دې رپوټ کې د اشرف غني د درغو ژمنې په لاندې ډول مستندې شوې دي:

– یو میلیون کاری فرصتونه رامنځته کول؛ خو پېنځه میلیون خلک بې کاره شول.

– د باغیس په سفر کې یې یو کال مخکې په ټولو ولسوالیو کې د یوـ یو مسلکي او تخنیکي ښوونځي جوړول.

– په شپږ میاشتو کې ټولو ښوونکیو ته د یوې نمرې ځمکې ورکول.

– په دوه کلونو کې د هېواد ټولو ولسوالیو ته د برښنا رسول.

– په پېنځه کلونو کې پاکستان او هند ته د برښنا صادرول.

– په هېواد کې د وینې تویېدنې مخه نیول.

– په دوه کلونو کې د  ۶۰۰۰ ښوونځيو جوړول.

– د ملت په دسترخوان کې د مثبت بدلون راوستل او …

د کابل اوسیدونکي محمد مسیح د نوموړي د دروغو په اړه ویلي؛ د اشرف غني ټولې خبرې دروغ وې. د افغانستان خلک یې وغولول. له ملت سره د ژمنو یوه یې هم پلې نکړه.

دغه راز د اشرف غني دې ورته لسګونه نورې له دروغو ډکې ژمنې، چې پلې شوې ندي.

ځينې افغانان وايي؛ اشرف غني د هېواد داسې یو کړتن ولسمشر و، چې له ښکرورو دروغو پرته یې بل څه خپل ولس او خلکو ته وړاندې نکړل. لکه:

که ایران ته یې په یوه ورځ کې د مرمرو قاچاق بند نه کړ، دی به د … زوی وي.

د ښوونکیو لپاره د ۱۵۰۰۰ بلاکونو جوړول.

بي بي ګل غلګنه نده.

د معافیت فرهنګ ختمول.

تر یوه کاله له خپله جیبه دولتي مامورینو ته معاش ورکول.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکي روحید نومي ویلي: غني خلک وغولول او له سل دېر دروغ یې وویل او بریالۍ تېښته یې وکړه.

اشرف غني دا هم ویلي، چې په شپږ میاشتو کې به افغانستان پر دوه یمه ترکیه بدلوي او په کابل کې به مترو بس فعالوي.

دغه راز یې د کابل بانک د قضیې د حل کولو او د سلیقوي مقرریو د ختمولو ژمنې هم کړې وې، چې د واکمنۍ تر پایه یې عملي نکړې.

د سولې پر مهال ترې پلرني کور ته د تګ او علمي کار ژمنې هم ترې پاتې شوې.

ویل کیږي، چې نوموړي د دغو دروغو تر څنګ ډېرې نورې ژمنې هم د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي، چې یوه یې هم د پلي کېدو له برکته برخمنه نشوه او په پای کې یې تېښته پر پاتې کېدو غوره وګنله.

Trending

Exit mobile version