تازه خبرونه

د تکواندو ملي لوبډله په المپیک سیالیو کې د ګډون لپاره چمتوالی لري

Published

on

د هېواد د تکواندو ملي لوبډله د المپیک ۲۰۲۰ سیالیو د ګټلو لپاره ښه چمتووالی لري.

د تکواندو فدراسیون چارواکو ويلي، چې اړوند لوبغاړي مو له څو میاشتو راپدیخوا په دې سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړي ​​او د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

دغه لوبغاړي پرته له آسانتیاوو، استوګنځیو او مناسبو خواړو؛ په توکیو ۲۰۲۰ المپیک سیالیو کې د ګټلو لپاره چمتووالی نیسي.

د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې غړی فرزاد منصوري؛ د بریالي کیدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، چې د المپیک په سیالیو کې بریالی او تاریخ جوړوونکی شي.

د تکواندو ملي لوبډلې تکړه او د لوړې ونې لرونکی لوبغاړی فرزاد منصوري تر دې دمه په کورنیو او نړیوالو سیالیو کې ۶ د سرو زرو او ۳ د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

د فرزاد تر څنګ د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې درې نور لوبغاړي محسن رضايي، سمیه غلامي او زهره میرزايي هم د جاپان ۲۰۲۰ المپیکلوبو کې له ګډون برخمن شوي او د لوبې د ګټلو لپاره ټاکل شوي، چې په ایران او هرات کې روزنیزې هڅې ترسره کوي.

د تکواندو دغو ملي لوبغاړیو له تېرو ۴  کلونو راپدیخوا په ځانګړي توګه په تېرو څو میاشتو کې هره ورځ په دوه بېلابېلو وختونو کې د هېواد د تکواندو د ملي لوبډلې د روزونکي بشیر تره کي تر لارښوونو لاندې  روزنه لیدلې ده.

د هېواد د تکواندو ملي لوبډله به له دوه اوونیو څخه په لږ وخت کې د آسیایي هېوادونو له لوبغاړیو سره د اردن پر کوربتوب لوبې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اولمپیک لوبو په تاریخ کې افغانستان یوازې دوه د برونزو مډالونه د چین د بیجنګ د ۲۰۰۸ او د لندن د  ۲۰۱۲ کلونو له لوبو روح الله نیکپا او د ځوانانو د تکواندو په کټګورۍ کې د برونزو یو بل مډال ترلاسه کړی دی.

Trending

Exit mobile version