تازه خبرونه

د تیک تاک په ګډون د یو شمېر ټولنیزو چینایي شبکو تړل کیدو ته مې پام دی-پمپیو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۳۹۹)

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ ویلي وه، چې هېواد یې د تیک تاک په ګډون د ټولنیزو چینایي شبکو د اپلیکیشنونو بندیدو ته پام کړی او ډېر ژر به پرې غور وشي.

مایک پمپیو فاکس نیوز ته ویلي، چې زه نه غواړم له ولسمشره یو ګام مخکې پورته کړم؛ خو دا هغه څه دي، چې مونږ به پرې غوروکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا قانون جوړوونکیو د خپلو تیک تاک کاروونکیو د ارزښتونو په اړه اندېښنه ښودلې او وایي؛ مونږ چینایي قوانینو  اندېښمن کړي یو، چې څنګه یې خپل اړوند شرکتونه د چین د کمونیست ګوند له استخباراتي سازمان څخه ملاتړ او همکارۍ ته اړ کړي دي.

دغه اپلیکیشن، چې په چین کې د لاسرسي وړندی؛ نو هڅه کیږي، چې له چینایي ذهنیته لیرې او د نړیوالو لیدونکیو پر راجلبولو یې پر خپلواکۍ ټینګار وکړي.

د پمپیو دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې د امریکا او چین تر منځ د کورونا ویروس پر خپریدو، په هانګ کانګ کې د چین پرهڅو او پر نږدې دوه کلنو سوداګریزو لانجو ناندرې مخ پر ډېریدو دي.

تیک تاک یو چینایي پروګرام دی، چې د یو لنډ پروګرام پر بنه د چیني تتیدانس ملکیت شمېرل شوی او په دې وروستیو کې د هند او چین ترمنځ له سرحدي لانجې وروسته په هند کې  له ۵۸ نورو چینایي برنامو سره پرې بندیز لګول شوی دی.

رویترز د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې تیک تاک به د څو ورځو په اوږدو کې د هانګ کانګ له بازاره ووځي. دا پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې چین د هانګ کانګ نیمه خپلواکه ښار ته د ملي امنیت نوی قانون تصویب کړ. سرچینه: رویترز

Trending

Exit mobile version