سیمه ییز خبرونه
د تېركال په پرتله د جرايمو كچه لوړه شوې
لويه څارنوالي وايې، چې:
څه باندې ۱۵زره دوسيو ته يې لاسرسى موندلى؛ خو د قانون د تطبيق په وړاندې ناامني اوس هم تر ټولو ستره ننگونه ده.
په همدې حال كې د كورنيو چارو وزارت د قانون پلي كيدل د پوليسو يو لومړيتوب بولي او ټينگار كوي، چې:
په هغو برخو كې، چې حاكميت شتون لري؛ قانون تطبيق شوى دى.
بلخوا د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره له لويې څارنوالۍ غواړي، چې د اداري فساد دوسيو ته لاسرسى هيره نه كړي.
له اداري فساد سره د مبارزې رييس عزيزالله لودين وايي:
يوازې په وروستيو دوه كلونو كې لويې څارنوالۍ ته د فساد ۱۴۱ دوسيې رسيدلي، چې د پخوانيو حكومتي چارواكو دوسيې هم را نغاړي.
د لويې څارنوالي مرستيال رحمت الله نظري وايي، چې:
د اداري فساد ټولو دوسيو ته مو لاسرسى موندلى دى.
د نوروننگونو تر څنگ ناامني هغه ستونزه ده، چې د لويې څارنوالۍ د كار په وړاندې خنډ شوې ده.
د ولسي جرگې غړي جعفر مهدوي او شاه گل رضايي د قانون تطبيق له اداري فساد جلا مساله بولي او وايې:
عدلي او قضايي بنسټونه په دې لاركې كلكه اراده نه لري.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په ټولو برخو كې د قانون پر تطبيق ټينگار كوي او وايې:
په كومو برخو كې، چې حاكميت شتون لري، قانون تطبيق شوى دى.
كه څه هم د افغان حكومت چارواكي تل په هېواد كې د قانون پرتطبيق ټينگاركوي، خو كارپوهان وايې:
په ټولنه كې د چارواكو له خوا د قانون د منلو پرځاى له قانون تېښته ډېره دود ده او دا كار د دې لامل شوى، چې افغان حكومت له نړيوالو نيوكو سره مخ شي.