تازه خبرونه

د تېركال په پرتله د د ولت په عوايدو كي ۴۰ سلنه كمښت راغلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د مالیې وزارت چارواكو منلې، چي د ټاكنو د لړۍ داوږدیدو له كبله دتېر كال په پرتله د د ولت په عوايدو كي ۴۰ سلنه كمښت راغلي؛ خو هغه رپوټونه یې، چي كه جنجال حل نشي؛ نو يو شمير كار كوونكي به له د ندو ګوښه كړي رد كړل.

د مالي وزارت وايي، د مصارفو دكمښت لپاره نوري لارې چارې غوره شوې دي.

اسلم حجاب رپوت راکوي، چې ديو شمېررسنيوله خوا داسي رپو ټونه خپاره شول، چي مالي وزارت چارواكو ويلي؛ كه د رواني ميلادي مياشتي ترپايه دولسمشريزو ټاكنو پايلي څرگندي نشي، نو ښايي، چي د مالي وزارت له خوا د دولت يو شمېر كاركوونكي ځواب شي.

د مالي وزارت وياند عبدالقادرجيلاني دغه څرگندوني په كلكه ردوي او زياتوي، چې:

دهغو رسنيو له خوا، چي د حكومت د كاركوونكیو د ايستلو خبره كوي تېروتي دي؛ د دولت د هغو كار كوونكیو د لوړ معاشونو په اړه د پرېكړې حق لري.

داقتصادي چارو كارپوه سيد مسعود وايي:

په تېرو ۱۳ كلونو كي كه په اقتصادي برخه كي ملي توليداتو ته پاملرنه شوي واي؛ نو اوس به مو دپاكستان په څير حال درلوده او دومره به دمالي فشارونو سره نه مخ كيدو.

يو شمېر ښاريان بيا وايي، چي دولت بايد دهېواد اقتصادي حالت ښه كيدوته اساسي كارونه وكړي؛ دكاركوونکو په ځوابولو دوی كومي پايې لته نشي رسيدلي .

داپه داسي حال كي ده، چي دمالي وزارت چارواكو له دي وړاندي هم خبرداري وكړي و، چي كه دټاكنو لړۍ اوږده شي؛ دوی به ښايي د خپلو مامورينو دمعاشونو په برخه كي له ستونزو سره مخ شي .

Trending

Exit mobile version