تازه خبرونه

د تېرې ورځې زلزلې د هېواد په کچه ۷۶ مړه او ۵۰۰ شاوخوا يې ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تېرې ورځې زلزلې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې څلور اتیا کسان مړه وژلي او نږدې پنځه سوه ټپیان شوي دي.

 له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي چې په دوولسو ولایتونو کې نږدې څلور زره کورونه هم ویجاړ شوي دي چې په وینا يي دوی له زیانمنو سره د مرستې له پاره پوره چمتووالی لري.

ډېره مرګ ژوبله په کنړ او بدخشان کې اوښتې ده. مسولین وايي چې د تلفاتو شمېره مخ په لوړېدو ده.

افغانستان د نړۍ په کچه دوولسم هېواد دی چې ډېرې زلزلې په کې کېږي. د دوشنبې په ورځ د رېکټر په کچه ۷،۷ درجې زلزله په تېرو پنځو لسیزو کې تر ټولو ځواکمنه بلل شوې ده.

 اړوندې ادارې وايي چې دغې زلزلې څلور اتیا کسان مړه کړي او په دوولسو ولایتونو کې یې شا او خوا ۵۰۰ کسان ټپیان کړي دي، خو له ولایتونو څخه خپاره شوي ارقام د تلفاتو شمېره لوړه ښيي.

په بدخشان کې يې ۱۵ کسه وژلي، ۴۳ کسه ټپيان او ۲۷۴۴ کورونه يې ويجاړ کړي دي.

په تخار کې يې ۱۲ کسه وژلي، ۳۵ کسه يې ټپيان کړي او ۱۳۰ کورونه نړېدلي دي.

 په کندوز کې يو کس وژلی او په بغلان کې يې ۳ کسه وژلي، ۳۱ يې ټپيان کړي او ۵۰۰ کورونه نړېدلي دي.

په کابل کې يې دوه کسه وژلي، ۷۴ يې ټپيان کړي او ۲۰۰ کورونه يې ويجاړ کړي دي.

 په کنړ کې يې ۳۱ کسه وژلي، ۱۰۵ کسه يې ټپيان کړي او ۱۱۸۴ کورونه يې نړولي دي. همداراز يې په ننګرهار کې ۲۸ کسه وژلي، ۱۴۲ کسه يې ټپيان کړي او ۱۰۴۲ کورونه يې نړولي دي.

په نورستان کې يې ۴ کسان وژلی، ۵ يې ټپيان کړي او په پروان کې يې يو کس وژلی. په لغمان کې يې ۵ کسه وژلي او ۹ کسه يې ټپيان کړي دي ۲۰۰۰ کورونه يې نړولي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي چې په لسو ولایتونو کې ۷۶ مړي او ۴۶۶ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د زلزلې مرکز بدخشان بلل شوی دی. د دغه ولایت سرپرست وايي چې له زیانمنو سره د مرستې بهیر باید چټک شي.

د پوهنې وزارت وایي چې د دوشنبې په زلزله کې ۱۶ زده کوونکي مړه شوي او ۸۷ هم ټپیان شوي دي. د شمیېرو له مخې له ۱۹۷۰ – ۲۰۱۲ کال پورې په افغانستان کې د شویو زلزلو له کبله شل زره کسان مړه شوي دي.

 

Trending

Exit mobile version