تازه خبرونه
د تېر حکومت پېنځه پيلوټان بېرته خپلو دندو ته راستانه شول – دفاع وزارت
د افغانستان اسلامي امارت د لنډمهالي حکومت ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ د تېر حکومت د هوايي ځواک ۵ پیلوټان، بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د خپرو شویو انځورونو له مخې؛ پېنځه پخواني پېلوټان د اسلامي امارت له هڅونې او رسمي دولتي فعالیتونو له پیلېدو سره سم بېرته خپلو دندو ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد ته د دغه وزارت د ټولو کدرونو او مسلکي کارکوونکیو د راستنولو هڅې روانې ساتل شوې دي.
د یادونې ده، چې کابل ته د اسلامي امارت له رادننه کېدو او بیا واکمنېدو سره سم د افغان هوایي ځواک په ګډون د افغانستان ملي اردو منحله او رهبري یې له هېواده بهر وتلو ته وهڅول شوه.
تازه خبرونه
امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې( OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت، له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو پر رامنځته کېدا خبرې وشوې.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغانستان او اسلامي همکاریو ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو د نویو لارو پر پرانیستلو ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
افغانستان د ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی – یوناما
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړې پر ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی او اوس هم پراخې سیمې پر ماینونو او مهماتو ککړې پاتې دي.
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
دا مؤسسې د ځمکنیو ماینونو او نورو وژونکو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هره ورځ کار کوي او دغه راز د هېواد پر کچه خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.
د دې پیغام له مخې، ماشومان د دې ګواښ پر وړاندې تر ټولو زیانمنونکي دي او د دغو توکو له کبله د ټولې مرګ او ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي. ډېر ماشومان له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیان کیږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.
یوناما ټینګار کړی، چې عامه پوهاوی او ګډه همکاري د وژونکو پېښو په مخنیوي او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبولی شي.
دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي د لیدلو په صورت کې لاس ور نهوړي او سمدستي یې په اړه اړوند چارواکو او امنیاي ځواکونو ته خبر ورکړي.
تازه خبرونه
د لویدیځ زون والیانو پر کاري فرصتونو او د جنايي جرمونو کمولو ټینګار وکړ
په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښهوالي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.
په هرات کې د هېواد د لویدیځ زون د چارواکو د همغږۍ غونډه د هرات والي مولانا اسلامجار پر مشرۍ د بادغیس، غور، فراه او نیمروز ولایتونو د والیانو او یو شمېر امنیتي او قضايي چارواکو پر ګډون ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښهوالي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.
د هرات والي د لویدیځو ولایتونو د کرنې، صنعت او ودانیزو چارو په اړوند برخو کې د کاري زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یې د چارواکو ترمنځ د ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې ګډونوالو د اړوند ولایتونو د اداري، امنیتي او د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښهوالي لپاره یې پر هڅو ټینګار وکړ.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري4 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
تازه خبرونه3 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه3 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
نړۍ3 days agoروسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
