تازه خبرونه
د تېر حکومت پېنځه پيلوټان بېرته خپلو دندو ته راستانه شول – دفاع وزارت
(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۰)
د افغانستان اسلامي امارت د لنډمهالي حکومت ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ د تېر حکومت د هوايي ځواک ۵ پیلوټان، بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د خپرو شویو انځورونو له مخې؛ پېنځه پخواني پېلوټان د اسلامي امارت له هڅونې او رسمي دولتي فعالیتونو له پیلېدو سره سم بېرته خپلو دندو ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد ته د دغه وزارت د ټولو کدرونو او مسلکي کارکوونکیو د راستنولو هڅې روانې ساتل شوې دي.
د یادونې ده، چې کابل ته د اسلامي امارت له رادننه کېدو او بیا واکمنېدو سره سم د افغان هوایي ځواک په ګډون د افغانستان ملي اردو منحله او رهبري یې له هېواده بهر وتلو ته وهڅول شوه.