تازه خبرونه

د تېر حکومت چارواکو په بهر کې د میلیونونو ډالرو شتمني خوندي کړې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۴۰۱)

وال سټریټ ژورنال څرګنده کړې، چې د افغانستان د پخواني حکومت لوړ پوړیو چارواکو په امریکا، ترکیې، عربي متحده اماراتو او نورو هېوادونو کې میلیونونه ډالر پر ښکلیو ماڼیو او کورونو لګولي دي.

د یادې رسنۍ دغه راپور، چې د امریکا د عامه اسنادو، مرکو او معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی؛ د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ته ډېرې نږدې څېرو، یو شمېر پخوانيو جهادي قومندانانو او د افغانستان د ملي شورا پخوانيو غړيو په بهر کې ځانونه خوندي کړي او سینګاري ژوند یې غوره کړی دي.

د همدې راپور تازه موندنې ښيي، چې د امریکا د املاکو شرکتونو په ډاګه کړي؛ د افغانستان د مالیې پخواني وزیر اکلیل حکیمي یوازې په کلیفورنیا کې ۱۰ ملکیتونه لري، چې ټولیز ارزښت یې له ۱۰ میلیون ډالرو ډېر دی.

د راپور له مخې، کله، چې اکلیل حکیمي د افغانستان له مالیې وزارت استعفا وکړه، هغه او میرمن یې سلطانه حکیمي په امریکا کې خپل اته ملکیتونه د زلا ګروپ شرکت پر نوم کړل، چې دا شرکت هم د میرمن سلطانه حکیمي دی.

وال سټریټ ژورنال په ډاګه کړې، چې اکلیل حکیمي په امریکا کې د خپلو شتمنیو رسنیزو ایمیلونو او تبصرو ته ځواب ندی ورکړی او نه یې د وال سټریټ ژورنال د دغه راپور په اړه امریکا غږ آشنا ته ځواب ته څه ویلي دي.

دغه راز د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ د افغانستان د پخواني حکومت د مالیې وزارت چارسمبالي خالد پاینده د واشنګټن ډي سي په څنډه کې دوه کورونه اخیستي، چې د املاکو معلوماتي ویب پاڼې د دغو دوه املاکو ټولیز ارزښت له یو میلیون ډالرو ډېر اټکل کړی دی.

خالد پاینده امریکا ته له راتلو وروسته د یو څه وخت لپاره تکسي چلولی او د وال سټریټ ژورنال ته یې په برېښنالیک کې لیکلي، چې د کور درلودل [ له ګروۍ او میاشتني قسط سره] او کرایي کور په دې معنا ندی، چې تاسې له نغدي ستونزو سره مخ نه یاست.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په تېر حکومت کې د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم هم د ترکیې د پلازمېنې انقرې په یوه اشرافي سیمه کې یوه شانداره ماڼۍ لري، چې ویاندویانو یې تر اوسه وال سټریټ ژورنال ته د دې ښکلې ماڼۍ د پېرلو د وخت په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

امریکايي ورځپاڼې د دوبۍ د املاکو د اسنادو پر بنسټ په عربي متحده اماراتو کې د تېر حکومت د پخوانیو چارواکو لخوا د ښکلیو ماڼیو او کورونو د پېر په اړه پرده پورته کړې ده.

د افغانستان د اقتصاد پخواني وزیر مصطفی مستور د دوبۍ په مشهور ماریانا څلورلاري کې یو اپارتمان لري؛ خو مستور اړوند رسنۍ ته ویلي، چې دا جایداد یې د اقتصاد د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې پېرلی دی.

مصطفی مستور، چې اوس د ترکیې د استانبول ښار په خپل ځانګړي اپارتمان کې ژوند کوي او د حکومت له سقوط څو میاشتې مخکې یې اخیستی؛ وال سټریټ ژورنال ته وویل: هیڅ شی پټ ندی. دا په دوبۍ کې زما یوازنۍ پانګه ده.

دغه راز وال سټریټ ژورنال دا راپور هم ورکړی، چې د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور اوس د دوبۍ په معتبره پام نومي برخه کې خپل ځانګړی اپارتمان لري. د عطا محمد نور یوه ویاند وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چې دا اپارتمان له افغانستان څخه بهر د پخواني افغان چارواکي یوازنی ملکیت دی.

Trending

Exit mobile version