تازه خبرونه
د تېر کال په زلزله کې د هرات ولایت شاوخوا ۲۵۶ ښوونځي ویجاړ شول
په هرات ولایت کې د تېر کال له زلزلو ۲۵۶ ښوونځي ویجاړ شوي، چې د ۴۰۰ ښوونځيو نیمايي ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري.
د دغه ولایت د پوهنې چارواکي وايي؛ ټولټال ۴۰۰ ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري، چې د زلزلې له کبله یې نیمايي ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د هرات د پوهنې ریس رحمت الله جابر وايي، چې په هرات ولایت کې د شاوخوا ۴۰۰ ښوونځیو ودانۍ بیا رغونې ته اړتیا لري او زدهکوونکي اړ دي، چې په ازاده فضا کې خپلې زدهکړې روانې وساتي.
استادانو ویلي، چې د تېر کال زلزلې د ښوونځيو ودانۍ ته سخت زيان اړولى؛ خو تر اوسه يې د بيارغونې چارې پيل شوې ندي.
زده کوونکي هیله من دي، چې د ویجاړو شویو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې ژر تر ژره پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوی تعلیمي کال پیل شوی؛ خو په دغو ښوونځیو کې ډېري زده کوونکي په ازاده فضا کې پر زدهکړو بوخت دي او د ویجاړو شویو ودانیو د بیارغونې چارې اوس هم ندي پیل شوي.