تازه خبرونه

د تېلو په وراداتو کې په سلګونه ميليونه ډالر اختلاس شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر،د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو او د نفتو او اوبلنو ګازو د تصدۍ مسولین استجواب کړل خو د نه چمتووالي له امله یې بېرته رخصت کړل. د ولسي جرګې یو شمېر غړي د اعتراض په توګه د ولسي جرګې دا اقدام د کورنۍ دندو د قانون خلاف بولي او وایيچې دغه استجوابیه غونډه د غلا او شخصي عقدو له امله ده چې مقصد یې د حکومت د کار پروړاندې د خنډونو جوړول دي.

ولسي جرګې یوه پلاوي ته دنده سپارلي چې کورنیو او بهرنیو امنیتي ځواکونو ته له محصول پرته وارداتي تېل معلوم کړي، پلاوی آقینه او حیرتان بندرونو ته تللی هم دی. ولسي جرګې په همدې تړاو د بهرنیو چارو وزیر، د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو او د نفتو او اوبلنو ګازو د تصدۍ مسولین استجواب کړل. ولسي جرګه وایي، بهرنیو او افغان ځواکونو ته له اړتیا زیات تیل له محصول پرته واردېږي چې په کې د سلګونه میلیون ډالر اختلاس لیدل کیږي.

دولسي جرګې منشي عرفانالله عرفان وايي: “د ایساف او امنیتی ځواکونو تر اړتیا زیات تیل راځي چې په ګمرکونو او د تیلو د معافیت له امله په سلګونو میلون ډالر اختلاس شوي دي. او دتیلو د کیفت په اړه هم جیوکیم خصوصيشرکت ارزونه کوي، چې مشري یې هم یو پاکستانی کوي. “

خو افغانستان ته د دغو معافیتی تیلو د دوارداتو په اړه د ولسی جرګې ګمارل شوي پلاوی وویل چې د دوي څیړنه لا بشپړه شوې نده او نوروڅیړنو ته اړتیا لري. ولسي جرګې اړوند استجواب شوي حکومتي مسولین رخصت کړل.

د ولسي جرګې رییس واييعبدالرووف ابراهیمي: “له دې کبله چې موږ بشپړ تیاری نه لرو نو وزیران به رخصت کړو او بلېورځی ته بهاستجواب شي.”

خو دا اقدام د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له سخت غبرګون سره مخامخ شو او ولسي جرګه یې د کورنیو دندو خلاف په عجولانه پرېکړو تورنه کړه او ویې ویل چې دا استجوابیه غونډه د شخصي عقدو له امله کېږي.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي: “د اداريپلاويد کار په اړه اعتراض لرو مرستيالپه اجندا کی نیسي خورییس له اجندا باسي،موږ د ملت وکیلان یو،نه ستاسو مزدوران تا سو غلا ګانې پيل کړې دي.”

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وايي: “دا کار د کورنیودندو دقانون خلاف دی،موږ وزیران را غواړو او له کاره یې وباسو دا مسایل باید په کمیسیونونو کېنهایيشي داټولې شخصي عقدې دي.”

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وايي: “له بده مرغه چېد ریيسانو کمېټه عجولانه تصمیم نیسي، وزیران له کاره وباسي لومړی موضوع بشپړه کړئ، بيا کسان استجواب کړئ.”

ولسي جرګې کې مخکې هم ځینو باور درلود، چې وزیران او چارواکي د ځینو وکیلانو له خواځکه استجواب کېږي څو خپلې شخصي غوښتنې پرې ومني او په دې توګه یې تر فشار لاندې راولي.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version