تازه خبرونه
د تېلو په یوه تړون کې پنځه میلیون ډالر بډې ورکړل شوي دي
د ملي دفاع وزارت د لوژیستیکي تړونونو د څیړنې پلاوي څیړنې ښیي چې د ملي دفاع وزارت د تېلو په یوه تړون کې څه باندې پنځه میلیون ډالر بډې ورکړل شوي دي.
د دغو موندنو له مخې، بډې د ملي دفاع وزارت قراردادي مامورینو، د مالیې وزارت ځانګړې لوژیستیکي ادارې او د افغانستان د بیارغاونې د ادارې مسولینو ته له قراردادي شرکتونو سره په تفاهم کې ورکړل شوي؛ خو دغه تړون د حکومت له خوا فسخه شوی دی.
د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت تړون د غضنفر د نفتو او ګازو او د ناردان پروفیز له ګډو شرکتونو، عبدالواسع فقیري او جنرال لوژستیک ګروپ سره شوی و چې په بنسټ به یې د راتلونکو درې کلونو لپاره دغه شرکتونه باید څلورو قول اردوګانو او د پوځ مرکزي قطعاتو ته تیل رسوي.
خو د ملي دفاع وزارت د لوژیستیکي تړونونو د څیړنې د پلاوي رییس حمیدالله فاروقي په خبره د داوطلبي له بهیره مخکې شرکتونو یو شان بیې ورکړې، ځکه داسې پلان و چې د یوه شرکت له خوا د تړون د ګټلو په صورت کې به ګټه په خپلو کې ویشي.
ښاغلي حمیدالله فاروقي وایي؛ ګټونکو شرکتونو څه باندې سل میلیون ډالر د بازار له بیو اوچت د تیلو په بیو کې تړون کړی و.
نږدې دوه میاشتې مخکې د افغان نشنل پترولیم له شکایت وروسته ولسمشر دغه تړون فسخ کړ.
څیړنې ښيي چې د داوطلبۍ پر مهال پولیسو شکایت کونکي شرکت ته په داوطلبي کې د ګډون اجازه نه وه ورکړې، په دې مسالې هم څیړنې کیږي.
له پرله پسې اړیکو سره سره بریالي نه شوو چې له هغو شرکتونو سره اړیکه ونیسو چې د څیړندوی پلاوي له خوا تورن شوي دي.
خبریال: احمد فرشاد صالح