تازه خبرونه
د جام څلي په اړوند سیمه کې ۴۰ قلمه لرغوني آثار کشف او تر لاسه شول
Last Updated on: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳
په غور ولایت کې له وروستیو سیلابونو وروسته د دغه ولایت د جام څلي په اړوند سیمه کې ۴۰ لرغوني قلمه بېلابېل تاریخي آثار کشف او ترلاسه شوي دي.
د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحى زعیم زیاته کړې، چې دغه تاريخي آثار له سختو اورښتونو وروسته د جام څلي له شاوخوا سيمو څخه ايستل شوي، چې د امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو لهخوا راټول او حکومت ته وسپارل شول.
عبدالحی زعیم ویلي، چې د دغو آثارو لرغونتوب د غوریانو دورې ته رسیږي.
ویل کیږي، چې دغه تاريخي آثار د غور ولايت سيمهييز موزيم ته سپارل شوي دي.