تازه خبرونه

د جاپان پر دوه ښارونو د امریکا د اټمي بریدونو ۷۶ کلیزه ونمانځل شوه

Published

on

Social Media
(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۴۰۰)

د جاپان پر دوه ښارونو د امریکا د اټمي بریدونو په ۷۶ کلیزه کې د جاپان لومړي وزیر او له پېنځه سوه ډېرو کسانو د دې پېښې وژل شویو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.

په ۱۹۴۵ زېږدیز کال کې د امریکا بې نهه ویشت الوتکې د جاپان د هیروشیما او ناګاساکي ښارونه پر دوه اټمي بمونو ووهل.

دا بریدونه په درې ورځو کې شوي، چې په بشپړ ډول یې دا ښارونه له منځه یوړل او لسګونه زره کسان یې ووژل.

له هغې ورځې تر اوسه شپږ اویا کلونه تېر شوي.

د جاپان لومړي وزیر د درناوي په مراسمو کې خبرې کړېدي.

د جاپان لومړي وزیر یوشیدي سوګا وایي: غواړم خپله خواخوږي او ډاډګېرنه د اټمي بم قربانیانو ته وړاندې کړم. غواړم له هغو سره، چې له پېښې وروسته تر اوسه کړیږي؛ ورسره خواخوږي څرګنده کړم.

د جاپان لومړي وزیر ټول بښل شوي یاد کړل او څرګندوي، چې جاپانیان اوس له بل ناورین سره مخ ده، چې هغه په نړۍ کې د کرونا وبا ده.

یوشیدي سوګا زیاته کړې؛ نړۍ له کرونا سره مخ ده او له دې ویروس سره مقابله روانه ده. مونږ ټولې هڅې د دې وبا د کنترول لپاره تر سره کوو او غواړو خپل ژوند پرچټکو هڅو بېرته عادي حالت را وګرځوو.

امریکا په جاپان کې پر ناګاساکي او هیروشیما دوه اټمي بمونه وغورځول، چې نږدې دوه سوه لس زره کسان په کې ووژل شول او له ۱۵۰ زره ډېر نور ژوبل شول.

د یادونې ده، چې اوس هم د دې بمونو اغېز په دې دوه ښارونو کې تر سترګو کیږي.

Trending

Exit mobile version