سیمه ییز خبرونه

د جاپان په مرسته د غور د ولایتي روغتون د جوړولو بنسټ كېښودل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په غور ولايت كي په داسي حال كي د جاپان په مرسته ولايتي روغتون جوړېږي، چي دغه ولايت د روغتيايي آسانتياوو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ كېږي. د غور ولايت چارواكي وايي، چي دوى  روغتون، درمل، ډاكترانو او په ځانګړي توګه ښځينه ډاكترانو د نه شتوالي له امله له ډېرو  كړاونو سره مخ او ډېر وخت ميندې د زېږون پر وخت خپل ژوند له لاس وركوي.

غور د افغانستان هغه ليرې پروت  ولايت دى، چي خلك يي په ډېرو برخو او په ځانګړي توګه د روغتيايي آسانتياوو په برخه كي له ډېرو ستونزو او كړاونو سره مخ دي.

دوى وايي، په دي ولايت كي يوه ښځينه  ډاكتره هم نشته، چي مېرمنې ورته مراجعه وكړي.

په ولسي جرګه كي د غور ولايت غړې سیما جوینده وايي:

كه څه هم  يو شمېر قابله ګانې روزل شوي، خو دا كافي نه دي.

نوموړې وايي، د ښځينه ډاكټرانو د نشتوالي له امله خلك خپلو مېرمنو ته اجازه نه وركوي چې نارينه ډاكټر ته ورشي ، نو ډېرې يې مړې كېږي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل هم ياد ستونزي مني او وايي، كه څه هم په تېر يوولسو كلونو كي په دغه ولايت كې  ۵۶  روغتيايي مركزونه او كلینيكونه جوړ شوي او ۲۶ قابله ګانو ته روزنه وركړل شوې  خو په پام كي لري، چي د دغه ولايت دېرش مېرمنې د روغتيا پالو په توګه وروزي.

په غور كې يو روغتون دى، چې له نيمګړتياوو سره سره خلك په خپلو سيمو كي د نه امكاناتو له امله ورته مراجعه كوي.

دوى وايي، چې له ډېرو لرې پرته ولسواليو دلته راځي، خو د درمل د نشتوالي له امله يې درملنه نه كېږي.

په همدې وخت كې د عامي روغتيا وزيرې د غورو ولايت د روغتيايي ستونزو د ارزونې پر مهال د غور ولايتي روغتون د جوړولو بنسټ كېښوده، چي د چاپان په څلور ميليون ډالرو مرسته جوړېږي او تر يو نيم كال پورې به يې چارې بشپړې شي.

Trending

Exit mobile version