تازه خبرونه
د جبلالسراج د سمنټو د دوهیمې سترې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
ملا عبدالغني برادر د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا پروژه د افغانستان د صنعت د پیاوړتیا، اقتصادي ځانبساینې او د کورني تولید د زیاتوالي پر لور یو اړین ګام دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې پر ورځ( د چنګاښ اتهلسمه) د پروان ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ کې د افغانستان د سمنټو د دوهیمې سترې کارخونې د بنسټ ډبره کېښوده.
ملا عبدالغني برادر د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا پروژه د افغانستان د صنعت د پیاوړتیا، اقتصادي ځانبساینې او د کورني تولید د زیاتوالي پر لور یو اړین ګام دی.
هغه زیاته کړې، افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو، وړ بشري ځواک او مناسب جغرافیایي موقعیت له کبله د صنعتي پراختیا لپاره پراخ ظرفیتونه لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی، اداري فساد په بېساري کچه کم شوی، اداري چارې ساده شوي او د پانګونې لپاره ډاډمن چاپېریال رامنځته شوی دی.
ملا عبدالغني برادر وایي، اسلامي امارت هڅه کوي د افغانستان اقتصاد پر وارداتو له متکي اقتصاد څخه پر کورني تولید او صادراتو ولاړ اقتصاد ته واړوي.
هغه د بنسټیزو او ودانیزو پروژو په پلي کولو کې د سمنټو پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د کورني تولید زیاتوالی به د وارداتو اړتیا کمه، د هېواد د اسعارو د وتلو مخه ونیسي او زرګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي.
هغه له بهرنیو پانګوالو هم وغوښتل، چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم په دغو مراسمو کې ویلي، چې دغه کارخانه به په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري او د هېواد د اړتیاوو د پام وړ برخه به پوره کړي.
حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا او د امنیت له ټینګښت وروسته د هېواد د رغونې او پراختیا چارې چټکې شوې دي؛ خو د سمنټو کورنی تولید اوس هم د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نهکوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په وروستیو څو کلونو کې د سمنټو څو نوې کارخونې هم جوړې شوې دي.
د امارتي شرکتونو لوی رییس احمدجان بلال ویلي، چې افغانستان به په نږدې راتلونکې کې د سمنټو د تولید په برخه کې پر ځانبسیا شي او د دې محصول له واردولو به بېنیازه شي.
د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده هم ویلي، چې افغانستان د برښنا د تولید لپاره پراخې سرچینې لري او باید په دې برخه کې هم ځانبساینې ته ورسېږي.
د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري ویلي، چې په هېواد کې د سمنټو د تولید د کارخونو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، د دغو کارخونو له فعالېدو سره به د افغانستان د سمنټو د تولید ظرفیت په ورځ کې شاوخوا ۳۰ زره ټنو ته ورسېږي.
هغه همداراز ټینګار څرګند کړ، چې افغانستان د سمنټو، سیخ او ګاډر د تولید په برخه کې ځانبساینې ته نږدې شوی او د کورنیو صنعتونو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.