نړۍ

د جرمني لومړی وزیر د خبرو لپاره هند ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۱)

د جرمني لومړی وزیر اولاف شولز د شنبې پر ورځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ او دفاعي چارو په اړه د خبرو لپاره هند ته ورسېد.

په دغه دوه ورځني رسمي سفر کې به د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په لیدنه کې پر اوکراین د روسیې د برید په اړه خبرې وشي.

نریندراه مودي د راشترپتی بهون په انګړ کې د آلمان لومړي وزیر ته ښه راغلاست ویلی او ترې یې تود هرکلی وګړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د شولز سفر یو فرصت دی، چې د هند-آلمان څو اړخیزه ستراتیژیکې ملګرتیا به نوره هم ژوره کړي.

دا د چانسلر په توګه د دندې له ترلاسه کولو وروسته هند ته د شولز لومړنی سفر دی.

تمه ده، چې د آلمان لومړی وزیر به د دوه اړخیز تجارت په اړه د تفاهم یو لړ یادداشتونه تبادله کړي.

په هند کې د آلمان سفیر فیلیپ اکرمن، د شولز له رارسیدو مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې له لومړس وزیر سره به د لوړ پوړیو متشبثینو یو پلاوي هم مل وي.

فلیپ اګرمن ویلي؛ مونږ تمه لرو، چې د آلمان او هندي شرکتونو ترمنځ ډېري دوه اړخیز تړونونه لاسلیک شي.

خبرې اترې به د اروپایی اتحادیې او هند تر منځ د احتمالي آزادې سوداګرۍ تړون او د دفاع ، نوي کیدونکي او زرغون انرژۍ په برخه کې د آسیایي هېواد او آلمان ترمنځ لا زیاتو همکاریو تمرکز وکړ.

Trending

Exit mobile version