کوید۱۹

د جرمني لومړی وزیر شولز پر کرونا وایرس اخته شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۴, ۱۴۰۱)

رویترز د دوشنبې پر ورځ د یوه حکومتي ویاند د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د آلمان لومړی وزیر اولاف شولز د کرونا ویروس مثبته آزموینه کړې او د زکام لږې نښې ښیي.

د شولز د بریښنالیک له مخې؛ هغه ځان ګوښه کړی او په دې اوونۍ کې به خپلې ټولې عامه څرګندونې لغو او په ټاکل شويو اړینو غونډو کې به له لرې برخه واخلي.

آلمان د ژمي په راروان موسم کې ډېر عمرو ته، چې له کلینیکي پلوه زیان منونکي دي؛ تقویتي واکسین پلي کوي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تېره اوونۍ ویلي وه، چې کروناویرس یو نړیوال اضطراري حالت پاتې دی؛ خو که هېوادونه ورسره ډاډمنه مبارزه وکړي؛ شونې ده، چې پای ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version