تازه خبرونه
د جرمني په یوه پارک کې د چړې د برید پر تور یو افغان ونیول شو
د باواریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن ویلي، چې د چارشنبې پر سهاردغه کس په سکوینټل پارک کې د پخلنځي پر چړې برید وکړ.
د جرمني چارواکو اعلان کړی؛ د اشافنبرګ د ښار په یوه پارک کې یو ۲۸ کلن افغان، چې د چړې پر برید یې دوه کسان وژلي؛ نیول شوی دی.
د باواریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن ویلي، چې د چارشنبې پر سهاردغه کس په سکوینټل پارک کې د پخلنځي پر چړې برید وکړ.
هغه زیاته کړې، چې په دې بريد کې يو ۴۱ کلن جرمني او يو دوه کلن ماشوم، چې مراکشي الاصله و؛ ووژل شول.
دغه راز د دوه ماشومانو په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي هم دي.
هرمن ویلي؛ دغه کس، چې د تاوتریخوالي د ډک چلند مخینه لري؛ د رواني ناروغۍ تر درملنې لاندې و. هغه زیاته کړې، چې د دغه کس د پناه غوښتنې بهیر تړل شوی و او هغه ویلي وه، چې په ډسمبر کې به په خپله خوښه له جرمني ووځي؛ خو هغه په جرمني کې پاتې شو.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو بریدونو وروسته د جرمني حکومت د تېر کال په اګست کې د افغان مجرمینو د ایستلو بهیر اعلان کړې دی.
