تازه خبرونه
د جرمني پولیسو یو افغان له برید وروسته پر ډزو وواژه
د جرمني پولیسو د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې یې یو افغان له هغې وروسته پر ډزو وواژه، چې خپل یو هېوادوال یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.
د اسوشیېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دې پېښه کې دغو درې ټپي کسانو د برید پر مهال د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال سیالیو د پرانستونکې لوبې ننداره کوله.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ برید کوونکی ۲۷ کلن و، چې د جمعې پر مازیګر یې په ویلمیراشت ښار کې لومړی پخپل ۲۳ کلن هېوادوال د چړې کوزارونه وکړل.
دغه سړي بیا درې آلمانبان په داسې حال کې ټپیان کړل، چې د یوه کور په حویلی کې یې د جرمني- سکاټلنډ د فوټبال لوبې ننداره کوله؛ د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې ښودل شوی دی.
پولیسو ویلي، چې دغه کس پر پولیسو هم برید کړی دی؛ دوه پولیس افسرانو پرې ډزې وکړې او هغه په روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
تر اوسه د دغه برید انګیزه معلومه نده.
د آلمان د ساکسن – انهالټ ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ایالت کې د پولیسو حضور ډېر شوی دی.