نړۍ

د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر د نیولو حکم صادر کړ

دغه راز یې همهاله د حماس د پوځي څانګې د قومندان د مشر ابراهیم المصري د نیولو امر صادر کړی دی، چې د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو پر تور نیول شوي دي.

Published

on

رویټرز خبري سرچینې د پنجشنبې پر ماسپښین راپور ورکړ، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د جنګي جرمونو پر تور د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د اسرائیلو د پخواني دفاع وزیر یوف ګالانټ د نیولو امر صادر کړی دی.

دغه راز یې همهاله د حماس د پوځي څانګې د قومندان د مشر ابراهیم المصري د نیولو امر صادر کړی دی، چې د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو پر تور نیول شوي دي.

د جرمونو نړیوالې دا اقدام وروسته له هغې کیږي، چې د ICC څارنوال کریم خان د می پر شلمه اعلان وکړ، چې هغه د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس لخوا پر اسرائیلو د بریدونو او په غزه کې د اسرائیلو د جرمونو د تر سره کېدا له مبله د نیولو غوښتنه کوي.

ICC ویلي، چې د اسرائیلو لخوا د محکمې د واک منلو ته اړتیا نه‌وه.

اسرائیل د هاګ د محکمې قضاوت رد کړی او دغه راز یې په غزه کې جنګي جرمونه رد کړي دي.

اسرائیلو ویلي، چې المصري چې محمد ضعیف هم نومیږي؛ په یوه هوايي برید کې وژل شوی، خو حماس دا خبره نه تائید کړې او نه یې هم رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version