نړۍ
د جرمونو نړیوالې محکمې د لوی څارنوال دنده وځنډېده؛ وروستۍ پرېکړه به غړي هېوادونه کوي
د یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د څرګندونو له مخې، د محکمې د واکمن بنسټ اجرائیوي پلاوي له یوې وکیلې سره د هغې له رضایت پرته د جنسي اړیکې د لرلو د تور په اړه له ۱۸ میاشتنۍ څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلی، چې کریم خان «ډېر ناسم چلند» کړی دی. دغه پلاوي د هغه د ګوښه کېدا وړاندیز هم کړی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې څرګنده کړی، چې د دې محکمې د لوی څارنوال کریم خان دنده لنډمهاله ځنډول شوې او د هغه د راتلونکي برخلیک په اړه به د غړو هېوادونو د رایو له مخې پرېکړه وشي. دا کار پر نوموړي د جنسي ځورونې د تورونو له څېړنې وروسته رامنځته شوی دی.
د یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د څرګندونو له مخې، د محکمې د واکمن بنسټ اجرائیوي پلاوي له یوې وکیلې سره د هغې له رضایت پرته د جنسي اړیکې د لرلو د تور په اړه له ۱۸ میاشتنۍ څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلی، چې کریم خان «ډېر ناسم چلند» کړی دی. دغه پلاوي د هغه د ګوښه کېدا وړاندیز هم کړی دی.
ټاکل شوې، چې د دغې ارزونې پایلې د محکمې ۱۲۵ غړو هېوادونو ته ولېږل شي او په یوه ځانګړې غونډه کې د هغه د کاري راتلونکي په اړه رای اچونه وشي.
په رسمي خبرپاڼه کې راغلي، چې د انضباطي بهیر په اړه وروستۍ پرېکړه شوې او موضوع د غړو هېوادونو ټولنې ته سپارل شوې؛ خو جزئیات یې خپاره شوي نهدي. دغه راز ټینګار شوی، چې د دې پرېکړې اړوند اسناد به پټ پاتې شي.
د کریم خان وکیلانو دغه پرېکړه رد کړې او څرګندوي، چې نوموړی هر ډول سرغړونه نه مني. د دوی پر وینا، دا پرېکړه «ناقانونه، ناعادلانه او له کافي شواهدو پرته» رامنځته شوې ده.
دا قضیه په داسې حال کې د جرمونو نړیواله محکمه له کړکېچ سره مخامخوي، چې دغه بنسټ له بلې خوا د امریکا له فشارونو او بندیزونو سره هم مخ دی؛ په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د جنګي جرمونو په تور یې د اسرائیلي چارواکو د نیولو حکمونه صادر کړل.
کریم خان د تېر کال له مې راپدېخوا د څېړنو د پایلو تر روښانه کېدا پورې په خپله خوښه خپل کار درولی او د جرمونو نړیوالې محکمې لومړنی لوی څارنوال دی، چې د دې ادارې د څارونکي بنسټ لهخوا یې دنده ځنډول کېږي.