تازه خبرونه

د جزا تازه کود هر جرم ته سزا ټاکلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جزا په تازه کود کې بچه بازۍ، سایبري او ټاکنیزو سرغړونو، انساني قاچاق او پورنوګرافۍ ته لنډمهالې او درندې سزاوې ټاکل شوې دي.

په دې راپور کې د جزا تازه او پخوانیوکودونو ته لنډه کتنه شوې، چې پخواني هغه یې د ډېرو جرمونو په وړاندې عاجز و او چوپتیا لرله؛ خو تازه کود هر جرم ته سزا ټاکلې، چې مهمې برخې یې دادي:

د ځانمرګي په اړه د جزا تازه کود د ۲۶۵ مادې له مخې، د برید  تر سره کونکی او یا شریک او مرستیال یې په اعدام محکومیږي.

د دې کود ۶۵۴ماده د بچه بازۍ ده؛ څه، چې په افغانستان کې له پخوا ریښه لري او  نن سبا دغه ناوړه پدیده ډېره پراخه شوې ده. د یادې مادې له مخې؛ څوک، چې نرینه هلک د جنسي  ځورونې او یا نڅا په موخه ساتي په منځني بند( درې کاله) محکومیږي. دغه راز هر هغه څوک، چې په خپل کور کې د بچه بازۍ مراسم جوړوي؛ په درې میاشتې بند محکومیږي او څوک، چې د بچه بازۍ په مراسمو کې ګډون کوي پر نغدي سزا، چې  له پېنځه څخه تر دېرش زره افغانۍ دی هم محکومیږي.

د دغه کود ۸۶۸ ماده د سایبري جرمونو سزا ته ځانګړې شوې؛ څوک، چې د چا خصوصي غږ او انځور د هغه له خوښې او خبرولو پرته په انترنت کې خپروي، په منځني یا تر دوه کلونو بند او یا نغدي سزا، چې له شپیته زره څخه تر یوسل و شل زره  افغانۍ کیږي، محکومیږي.

د۶۷۰ مادې له مخې؛ که څوک په انترنټ کې داسې غږیز او انځوریز پیغامونه، چې په کې سمتي، ژبنیو، دیني او مذهبي تعصباتو ته لمن وهل شوي وي، خپاره کړي، په لنډ مهال بند محکومیږي.

۶۶۹ ماده حکم کوي؛ کوم شخص، چې په عامه ځایونو کې د ماشوم او ښځې د ځورونې سبب شي پر نغدي سزا، چې له پېنځه زره څخه تر لس زره افغانۍ دي، محکومیږي.

۸۷۴ ماده ټینګار کوي؛ څوک، چې په انترنت کې بربڼډ او پورنوګرافي تصویرونه خپاره کړي، پر منځني بند، چې دوه کاله کیږي او نغدي جریمې، چې له شپېته زره څخه تر یوسل و شل زره افغانۍ دي، محکومیږي.

د جزا کود د فساد جرمونو په ځانګړي توګه اختلاس او ټاکنیزو جرمونو ته هم لنډمهاله او اوږدمهاله بند وړاندیز کړی دی. تعصباتو ته لمن وهل لنډ مهال بند او د داسې یوې ډلې په ګټه اعتراض، چې د دولت مخالفه ده، اوږدمهال بند ورته ټاکل کیږي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان د جزا تازه کود په سیمه او حتا د اروپایي هېوادونو په کچه بې ساری ګڼل شوی دی.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version