سیمه ییز خبرونه

د جلال آباد ښارد تالاشۍ په څلور لاري كې چادونې مرگ و ژوبله رامنځته كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امنيتي چارواكي وايي:

د ننگرهار ولايت د جلال آباد ښار د تالاشۍ په څلورلاري كې د يوې چاودنې له كبله يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د چارواكو په وينا، دا چاودنه نن غرمه څه نا څه يوولس بجې د پوليسو پر يو رنجر موټر وشوه.

عيني شاهدان وايي:

چاودنه د پوليسو په رنجر موتر كې د يو نښليدونكي ماين پر لامل رامنځته شوې ده.

د جلال آباد د مركزي روغتون مشر داكترهمايون زهير وايي:

روغتون يو مړى او درې تنه ټپيان راوړل شوي دي.

د پېښې پړه چا او يا كومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.

Trending

Exit mobile version