سیمه ییز خبرونه
د جلال آباد ښار د زينب ښوونځي پر ماشومانو د بیات بنیاد مرستې ووېشل شوې
د ننگرهار ولايت په جلال آباد ښار كې بیات بنیاد د بې بې زینب ښوونځي پر زدکوونکيو ځواكمن خوراکي توکی ووېشل.
د جلال آبادښارامنیه قوماندانۍ ته نږدې د بې بې زینب ښوونځی، چې زرگونه زده کوونکي په کې پرزدکړه بوخت دي؛ پرامنیه قوماندانۍ له ډله يیز برید وروسته د دې ښوونځي زدکوونکي سخت ویرولي او د ښوونځي ودانۍ یې زیانمنه کړې ده.
بیات بنیاد غوره وگڼله، چې د دې ښوونځي له زدکوونکيوسره د ځواكمنو خوراکي توکومرسته وکړي.
د دغو توکو د وېش پرمهال په ختیځ کې د بیات بنیاد مسوول انجنيرمحمد ماهر ودیر وویل:
بیات بنیاد به په یو شمېر نورو سیمو کې هم پر بېوزله خوارځواکه ماشومانو ځواكمن خوراکي توکي ووېشي.
هغو ماشومان، چې د بیات بنیاد ځواكمن خوراکي توکي ترلاسه کړي؛ خوښ دي، خو له بیات بنیاد څخه غوښتنه کوي، چې د ښوونځي د ودانۍ او نورو برخو په جوړولو کې هم ورسره مرسته وکړي.
د یاد ښوونځي مسووله زهرا وايي، چې د ښوونځیو زدکوونکيو ته د ځواكمنو خوراکي توکو مرسته د هغوی پر ذهنې ودې مثبتې اغېزې كوي.
بیات بنیاد د ښوونځیو پرزدکوونکيو د ځواكمنو خوراکي توکو د وېش بهیر له پیل راهیسې له سل زره ډېرې کڅوړې پر بې وزله ماشومانو وېشلي.
د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې هرکال په نړۍ ۱۲اعشاریه ۶ میليون ماشومان د بېلابېلو ناروغیو له کبله مري، چې پنځوس په سلو کې يې د خوارځواکۍ له کبله دي.