سیمه ییز خبرونه
د جلال ښار د پولیسو پرلومړۍ امنیتي حوزې ډله يیز برید شوی
نن سهار شاوخوا پېنځه نیمې بجې څو تنو ځانمرگو بریدگرو، چې پرسپکو او درندو وسله سمبال دي، د جلال ښار په زړه کې د ولایت مقام او شاهي ماڼۍ مخې ته، د پولیسو پر لومړۍ امنیتي حوزې ډله يیز بریدکړی.
چارواکي وايي، لومړی یو تن ځانمرگی دحوزې په دروازه کې له یوه موټرڅخه په گټه اخيستنه ځانته چاودنه ورکړې او وروسته یو شمېر نور حوزې ته په ننوتلو بریالي شوي، چې اوس هم نښته روانه ده.
د حوزې ترڅنگ د ننگرهار ملي راديو تلویزون هم موقعیت لري، چې ودانۍ يې اور اخيستى او وسایل یې ویجاړ شوي دي.
امنیتي چارواکي د برید پخلی کوي؛ خو د تلفاتو په اړه څه نه وايي.
د ننگرهار دعامې روغیتا ريیس داکتر نجيب کامه وال وايي، د پېښې له ځايه تر اوسه شل تنه ټپیان او ۴ مړی وروړل شوی دي.
وسله والوطالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخستی او رسنيو ته په ډاگه شوې، چې د برید موخه د جلال آباد ښار لومړۍ امنیتي حوزه او د ولایت مقام دی.
دا په داسې حال كې ده، چې امنيتي ځواكونو د ننگرهار په شېرزاد ولسوالۍ كې خپل چاڼيز عمليات پيل كړي دي.